پيټرويس په افغانستان كې خپله دنده په رسمي توګه پيل كړه

د ناټو نوي امريكايي قومندان جنرال ډيويډ پټريس

د ناټو نوى امريكايي قومندان جنرال ډيويډ پټريس چې د ناټو د پخواني امريكايي قومندان جنرال مك كريسټال پرځاى ټاكل شوى د يكشنبې په ورځ خپل دنده په رسمي توګه پيل كړه، ده ژمنه وكړه چې له افغان حكومت او افغانانو سره به په دې هېواد كې ترهغې خپلو مرستو ته دوام وركړى، څود طالبانواوالقاعده شبكې تهديد له منځه ولاړشي.
د ناټو نوي امريكايي قومندان جنرال ډيويډ پټريس په افغانستان كې د ناټو اوامريكايي ځواكونوعمومي قوماندن د يكشنبې په ورځ په كابل كې د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ كې په غاړه واخيسته.

ډيوېډ پټريس تردې مخكې د امريكا د مركزي قومندانۍ مشر او ترهغې مخكې يې په عراق كې د امريكايي ځواكونو مشري پرغاړه درلوده.

نوموړي په افغانستان كې د خپلې دندې تر پېلېدو وروسته په خپلې لومړنى وينا كې وويل، كه څه هم په دې وروستيو كې جګړه سخته او تلفات زيات شوي، خو دوي ژمن دي چې افغانستان او نړۍ د طالبانواو القاعده له تهديد څخه وژغوري:

"القاعده او نورو توند لارو متحدينو ته به يي اجازه ورنه كړل شي، چې يوځل بيا په افغانستان كې خوندي ځايونه او پټن ځاېونه جوړ كړي له كومو ځاېو چې بيا دوي غواړي د افغانانو او په نړۍ كې د نورو ازادو ولسونو په وړاندې بريدونه ترسره كړي>

موږ به له افغانستان سره ټوله هغه همكاري وكړو، چې پرې يو داسې خپلواك افغانستان جوړشي چې له القاعدې او طالبانو څخه به په كې هيڅ ويره او تهديد نه وي."

جنرال پټريس د ناټو او امريكايي ځواكونو د پخواني قومندان جنرال ميك كريسټال هلې ځلې هم وستايلې او زياته يي كړه چې يواځې قومندان بدل شوى، خو پاليسې او سټراتيژې هماغه پخوانى ده.

په عين حال كې د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمې په يوې جلا غونډه كې د جنرال پټريس د ټاكل كېدو هركلۍ كړى او په دې اړه يي داسې ويلي:

"د دې پوست لپاره د متحده ايالاتو تر ټولو مهم جنرال ګمارل شوى، چې ډير مناسب دى او موږ هيله من يو چې دى به هغه سټراتيژي چې د امريكا ولسمشرد افغانستان لپاره جوړه كړې پر مخ يوسي او په ترڅ كې به يي د امنيت په برخه كې هيله لرو چې ښې لاسته راوړنې ولرو."

د ناټو او امريكايي ځواكونو نوى قومندان جنرال پټريس ته د قوماندې د سپارلو په مراسمو كې د افغانستان د دفاع د وزير جنرال عبدالرحيم وردګ سربيره د افغان حكومت يو شمېر نورو لوړ رتبه چارواكو هم ګډون كړى وه.

په افغانستان كې كه له يوې خوا په روان اوړي كې د افغان او نړېوالو ځواكونو په وړاندې د مخالفينو بريدونه زيات شوي له بلې خوا د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې له امله هم د خلكو ژورې اندېښنې موجودي دي، پوځي كا رپوهان وايي چې اوس به دا د ناټو د نوي قومندان جنرال پټريس په وړاندې يو ستر كار وي چې دغو ستونزو ته څنګه د حل لارې ومومي.

مجاهد جواد .