په هلمند كې د ايساف او ناټو ځواكونو نوى قوماندانۍ جوړه شوه

په هلمند كې د ايساف او ناټو ځواكونو نوى قوماندانۍ جوړه شوې ده، چارواكي وايي، دا به په هلمند كې د ګډوځواكونو د قوماندې سره مرسته وكړي، چې عمليات اسانه رهبري كړي، د دغه قوماندانۍ په ساحه كې نيمروز، فراه او هلمند ولايتونه شامل دي، دغه زون ته د جنوب ساحوي زون نوم وركول شوى دى.
د جنوب د ساحوي زون په نوم دغه نوى قوماندانۍ غواړي د ګڼو سرتېرو رهبري او لارښوونه سره راغونډه كړي او له اوږد مهاله اثراتو نه يې په جنوبي پراخه سيمه كې امنيت ټينګ كړي.

د جنوب د ساحوي زون دغه قوماندانۍ د هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو لپاره د هلمند په هواره دښته ښوراب كې جوړه شوه.

هغه غونډه چې د شنبې په ورځ په ښوراب كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي اډه كې د سلګونو بهرنيو ځواكونو، د هلمند او نيمروز ولايتونو د واليانو په ګډون جوړه شوې وه، په كې په افغانستان كې د امريكا سمندري ځواكونو قوماندان جنرال ريچارډملز وويل، چې د دې قوماندانۍ پرانيستل د افغانستان او نړېوال ايتلاف ترمنځ د ګډې همكارى هغه بېلګه ده، چې د هلمند د سيند دواړو غاړو ته پرتې سيمې او نيمروز ولايت په بر كې نيسي:

"زموږ دښمن داسې يو څوك دى، چې د خلكو په ډارولو سره غواړي د افغان حكومت د هغه هڅو مخه ونيسي. چې د پرمختګ په برخه كې يې پيل كړي دي او دښمن غواړي چې دا حالت ويجاړ كړي."

د نوموړي په وينا چې په دې قوماندانۍ سره به موږ وتوانيږو، چې د مخالفينو په وړاندې مبارزه لا اغيزمنه او د ښې واكمنى لمن هغه سيمو ته وغځوو چېرته چې امنيتي حالت ښه او څه مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

دا قوماندانۍ چې تېره ورځ پرانيستل شوه يوازې د امريكايي سمندري ځواكونو لپاره نه ده بلكې په هلمند كې د ميشتو ټولو بهرنيو سرتېرو قومانده په لاس كې اخلي.

په همدې حال كې د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د جنوب ساحوي زون په قوماندانۍ كې به چې مركز يې په هلمند كې دى د امريكا د سمندري ځواكونو سربېره د بريتانيې، ډنمارك، استونيا، بحرين او ګرجستان سرتېري د ناټو تر مشرى لاندې په ګډه دنده ترسره كوي.

د نوموړي په وينا چې دا ټول قوتونه به د ملي اردو او ملي پوليسو سره يوځاى په هلمند او نيمروز ولايتونو كې خپلې دندې سرته رسوي.

كه څه هم د جنوبي ساحوي زون تازه جوړه شوى قوماندانۍ تراوسه په هلمند كې عملي كارونه كولې خو چارواكي خبر وركوي، چې ډير ژر به د دې قوماندانۍ ښاخونه او برخي نيمروز او فراه ولايتونو ته هم وغزوي.