خوست کې وسلې او مهمات ډایاک ته وسپارل شول

د خوست ولايت د امنیې قومندانۍ له خوا نن اويا ميله سپكه او درنه وسله او دوه ټنه مهمات ډاياګ يا دوسلې ټولولو پروګرام ته وسپارل شول.

د خوست د امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحكيم اسحاقزي ازادي راډيو ته وويل، چې دغه وسلې او مهمات په تيرو څو مياشتو كې د خوست په مركز او ځينو ولسواليو كې په پوځي عملياتو كې ترلاسه شوي وو.

څو ورځې وړاندې په خوست ولايت كې د ملي اردو د ځواكونو له خوا هم د دولت له وسله والو مخالفينو څخه يوه اندازه ترلاسه شوي وسلې او مهمات د ډاياګ پروګرام مسوولينو ته سپارل شوي وو.