پکتیا او خوست کې بېلابېلو پېښو ملي اردو او عامه خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په پكتيا ولايت كې سيمه ايز چارواكي وايي، چې نن سهار په څټه كندو سيمه كې د ملي اردو او ايتلاف پرځواكونو حمله شوې.

د پكتيا د وزې ولسوال عبدالولي ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل، چې په دې پيښه كې افغان او بهرنيو عسكروته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په يوبل خبركې د خوست د باك ولسوال لطف الله بابكرخيل ازادي راډيو ته وويل، چې نن سهار په نوري كلي كې په چاودنه كې د ملي اردو يو عسكر وژل شوی دى.

طالبانو ادعا كړې، چې په دغو دواړو پيښو كې يې لس تنو افغان او بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې خو دا ادعا د پكتيا او خوست ولايتونو سيمه ايز چارواكي ردوي.

په يوبل خبركې د خوست د امنې قومندان عبدالحكيم اسحاقزى وايي، چې تېر ماښام په لكڼو سيمه كې د نامعلومو وسله والو په ډزو كې دوه ملكي وګړي وژل شوي او درې نورټپيان شوي دي.