پټرویس په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان مشري په غاړه واخیسته

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس نن په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل كړه.

ده امريكايي جنرال چې د مككرسټال پرځاى په افغانستان كې ګمارل شوى، نن يې په كابل كې د نړيوالو ځواكونو په قومندانۍ كې د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو مشري په غاړه واخيسته.

جنرال ډېوېډ پټرویس ژمنه وكړه، چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د ماموريت د بريا او په دې هيواد كې د ثبات د راوستو لپاره به ډيرې هلې ځلې وكړي.

جنرال پټرویس تيره ورځ له ولسمشركرزي سره هم وليدل او په كابل كې د امريكا په سفارت كې يې د امريكا د خپلواكۍ د ورځې په مناسبت مراسمو كې هم برخه واخيسته.

بل لورته د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز د كال د شخصيت جايزه د نړيوالو ځواكونو پخواني عمومي قومندان جنرال مككرسټال ته ډالۍ كړه.