په هرات کې وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد نیول شوي دي

د هرات سيمه ايزچارواكي وايي، چې تيره ورځ د دې ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه شوي دي.

د شنيډنډ ولسوال لعل محمد عبدالرحيمزي ازادي راډيو ته وويل، چې په نيول شوو وسلو او مهماتو كې اولس ميله تومانچې او د سپكو وسلو زرګونه مرمۍ شاملي دي.

په خبر كې ويل شوي، چې له دغو وسلو او مهماتو سره دوه تنه هم نيول شوي، چې غوښتل يې په هرات ولايت كې تخريبي فعاليتونه ترسره كړي.

په يوبل خبر كې د هرات د ملي امنيت رياست وايي، چې په يوه كرولاډوله موټر كې يې اتلس كيلو ګرامه چاوديدونكي مواد نيولي دي.

د هرات دملي امنيت رياست ويلي چې وسله والو مخالفينوغوښتل دغه چاوديدونكي مواد دهرات په ښاركې وچوي.