د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او بشري مرستو کمشنره په قرغزستان کې له قرغزي چارواکو سره په دې هېواد کې پر بشري مسايلو خبرې کوي.
د کرسټينا جيورګيفا دوه ورځنۍ کتنه نن پاى مومي، هغې د قرغزستان له ولسمشرې روزا اوتنبايوا سره خبرې وکړې، دغه راز يې جنوبي ښار اوش هم وکوت، چې په دې وروستيو کې د قومي شخړو په نتيجه کې ډېر زيانمن شوى.
نوموړې په بشکيک کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، تر اوسه اروپايي ټولنې د سره صليب او سيمه ييزو غيردولتي ادارو له طريقه پنځه مليونه يورو مرسته کړې، چې د قرغزستان په جنوب کې مېشت خلک د بشري ستونزو په وړاندې مقابله وکړاى شي.