روزا اوتنبایوا د قرغزستان د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. اوتنبایوا وروسته له هغې د جمهوري ریاست په څوکۍ کیناسته چې نوي اساسي قانون د ټولپوښتنې یا ریفرنډم له لارې په دې هیواد کې نافذ شو.
قرغزستان به په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوري اتحاد د غړیو هېوادونو له ډلې لومړۍ هېواد وي چې شځینه ولسمشره به ولري.
د نوي اساسي قانون په اساس به همدارنګه د قرغزستان، د مرکزی اسیا لومړنی هیواد وي چې پارلماني نظام به ولري .
په ټولپوښتنې کې په سلو کې ۹۰ اعشاریه ۵۵ کسانو د اساسي قانون په ملاتړ رايې ورکړي دي.
دا ریفرنډم یا ټولپوښتنه د جون په ۲۷ مه شوې وه او دا په داسې حال کې ده چې د قرغزستان د جنوب په قومي شخړو کې زیات شمېر کسان وژل شوي دي.