په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پتريوس چې د شنبې په ورځ يي د امريكا د متحده ايالاتو د خپلواكۍ د ۲۳۴ مې كليزې په وياړ په كابل كې يوې غوندې ته خبرې كولې وويل، چې په افغانستان كې د بري لومړى شرط د نړېوالې ټولنې او افغانانو ترمنځ كامله همغږي ده.
په افغانستان كې د ناټواوامريكايي ځواكونوعمومي قومندان له دغې نوې دندې وروسته په كابل كې په خپله لومړنۍ وينا كې په افغانستان كې د امريكا د اوږد مهالي ماموريت په ژمنه ټينګار وكړ.
جنرال ډيويډ پتريوس چې د شنبې په ورځ يې د امريكا د متحده ايالاتو د خپلواكۍ د ۲۳۴ مې كليزې په وياړ په كابل كې يوې غونډې ته خبرې كولې وويل، چې په افغانستان كې ماموريت له ستونزو سره مل دى.
خو نوموړي زياته كړه، چې د كاملې همغږۍ په صورت كې برى حتمي دى:
"په دغې مهمې هڅه كې همكاري اختياري نه ده، د ا يو ستونزمن ماموريت دى او په دې كې اساني نه ليدل كيږي، خو په ګډ كار سره كولاى شو ګډ هدف ته ورسيږو."
د امريكا د متحده ايالاتو د خپلواكۍ د ۲۳۴ مې كليزې په وياړ په جوړې شوې غونډه كې ګڼ شمېرافغان چارواكو او د ملي شورا د مشرتابه غړو ګډون كړى و.
په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري په خپلو خبرو كې افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې د خپل هېواد د اوږد مهال مرستو ژمنه وكړه او د افغان پوليسو د روزنې په برخه كې يې د همكارۍ ډاډ وركړ.
دغه شان د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول چې په دغه غونډه كې يې د افغان دولت په استازيتوب خبرې كولې وويل، چې د امريكا له همكارۍ پرته په افغانستان كې پرمختګونه ناشوني ول.
ښاغلي رسول وړاندې وويل:
"زموږ هېواد په تېرو نهو كلونو كې د امريكا او نور ملاتړو هېوادونو په ملتيا اوږده لار ووهله، له ستونزو سره سره زموږهڅې د يو امن او اسوده هېواد د جوړولو له پاره روانې دي.
زموږ ژمنې نه بدليدونكې دي او د سولې د راوستلو لپاره زموږ د خلكو هيلې پياوړې دي، د افغانانو د ژوند په بېلابېلو برخو كې زموږ لاسته راوړنې په رښتيا سره تاريخي دي چې د امريكا او نورو ملاتړو هېوادونو له مرستو پرته ناشونې وې."
په افغانستان كې د ناټواوامريكايي ځواكونو د عمومي قومندان په توګه د مك كريسټال ترګوښه كېدلو وروسته ولسمشر اوباما جنرال ډيويډ پترويس په دغه دنده وګمارو.
تمه ده، چې د دغه امريكايي جنرال هڅې په نږدې راتلونكي كې د افغانستان د امن په برخه كې اغيزمنې وې.
راپور: اجمل تورمان