كرزى:خلك دې د كوكنارو له كرڅخه لاس واخلي

افغان ولسمشرحامد كرزى وايي، كه په افغانستان كې د كوكنارو د كښت او توليد مخه ونه نيول شي، نو په راتلونكو څو كلونو كې به لا ډيركسان په دغو موادو روږدي شي.

ولسمشر حامد كرزي دغه څرګندونې په راديويي وينا كې وكړې او پر خلكو يې غږ وكړ، چې د كوكنارو له كر څخه لاس واخلي.

د وروستيو سرويګانو له مخې اوس مهال په افغانستان كې يو ميليون وګړي په نشه يي توكو روږدي دي.

دغه شمېره ښيي، چې په افغانستان كې د تېرو كلونو په پرتله د روږدو كسانو په شمېر كې زياتوالى راغلى دى.