پیټریس : له افراطي ډلو سره د مبارزه کې بشري اړخ ټاکونکې دی

په افغانستان کې د ناټو نوی قومندان په برکسل کې د خبرو پر مهال

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندان، افغانستان ته له تلو مخکې نن په بروکسل کې د ناټو له مرکزي ودانۍ څخه کتنه وکړه.جنرال دیویدپېترایوس دناټو له عمومي منشي اندریس فوګ رسموسن سره تر کتنې او شمالي اتلانتیک په شورا کې له وینا وروسته وویل چې دی به له افراطي وسله والو سره د مبارزې د ستراتیژۍ له مخې تر وسې وسې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوی هڅه وکړي.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د مېشتو ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال دېویډپیټرایوس نن ژمنه وکړه چې تروسې وسې به په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي هڅه وکړي.

پېترایوس مخکې له دې چې افغانستان ته روان شي، نن په بروکسل کې د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو له مرکز څخه کتنه وکړه. ده د ناټو له عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین سره وکتل او د شمالي اتلانتیک شورا ته یې معلومات ورکړل.

ښاغلي پېترایوس د ناټو له سرمنشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې وکړې:

((له افراطي ډلو سره د مبارزې په چاره کې بشري اړخ ټاکونکې ونډه لري، او ځکه باید له بشري پلوه تروسې وسې هڅه وشي چې د خلکو ژوند مصوون وي او په رښتیا سره هم د بېګناه ملکي وګړو تلفات باید راکم شي.))

پېترایوس همداراز اټکل وکړ چې په افغانستان کې د وضعیت له ښه کېدو مخکې ښايي یو سخت حالت راشي:

((کله چې له دښمنه هغه څه چې ارزښت ورته لري واخلې نو هغه به خامخا جګړه کوي او سخت تلفات رامینځ ته کېږي. څرنګه چې ما تېرکال منی په کانګرس کې په خپلو خبرو کې او همداراز سږکال پسرلی اټکل کړی و د پرمختګ لپاره شرایط ورځ په ورځ سختېږي او د وسله والو پرضد جګړه کې د سهولت پرځای نورې ستونزې رامینځ ته کېږي.))

په افغانستان کې د مېشتو نړیوالوځواکونو د عمومي قوماندان په توګه د جنرال دیوید پېترایوس له ګوښه کېدو وروسته د امریکا او ناټو چارواکي پرله پسې ټینګار کوي چې د افغانستان په ستراتیژۍ کې به بدلون رانشي.

په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره مبارزه هغه ستراتیژي ده چې پخواني قوماندان جنرال سټېنلي مک کریسټل ډېر ټینګار پرې کاوه او د همدې ستراتیژۍ پر بنسټ چې هدف یې د ګڼ مېشتو سیمو د امنیت ساتل و د امریکا ولسمشربارک اوباما افغانستان ته د ۳۰ زره اضافي امریکایي سرتېرو د استولو پلان تصویب کړ.

د مک کریسټل له لیرې کولو وروسته د هغې ستراتیژۍ د بدلون تمه هم کېده چې ده په افغانستان کې عملي کوله، خو امریکايي او د ناټو چارواکي ټینګار کوي چې دا ستراتیژي به په خپل حال پاتې وي.

په دې خبري کنفرانس کې د ناټو عمومي منشي هم دا په ډاګه کړه:

((دا د قوماندې بدلون و نه د ستراتیژۍ. موږ به اوسنۍ ستراتیژۍ ته دوام ورکړو او ستراتیژي داده چې طالبان باید هم له سیاسي او هم له پوځي پلوه د دوی په اصلي مرکزونو کې وځپل شي. ستراتیژي داده چې د شرایطو له ښه کېدو سره امنیتي مسوولیتونه په خپله افغانانو ته وسپارل شي.))

د امریکا سنا پرون په یوه خوله په افغانستان کې د ټاپ قوماندان په توګه د جنرال پیترایوس ټاکنه تایید کړه.
د سنا له دې اقدام سره په امریکا کې دا هیلې ډېرې شوي چې جنرال پیترایوس به وکولای شي د عراق په څېر، په افغانستان کې هڅې هم د بریالیتوب خواته بوزي.