په افغانستان كې ميشت نړيوال ځواكونه وايي، چې عادي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د را ګرځولو د پروګرام د عملي كولو لپاره له افغان حكومت سره په ګډه كاركوي.
د نړيوالو سوله ساتوځواكونو په چوكاټ كې نوي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د راګرځولو مسوول د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل، چې د دې پروګرام عملي كول د دې هېواد په ځينو سيموكې پيل شوي.
په افغانستان كې د سولې د ټينګښت د هڅوپه دوام كې ايساف يا نړيوال سوله ساتي ځواكونه وايي، چې په افغانستان كې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د ملي پخلاينې او عادي ژوند ته د وسله والومخالفينو د را ګرځولو پروسه اړينه ده او بايد چې په جدي توګه پرمخ ويوړل شي.
د ايساف په چوكاټ كې د ادغام مجدد د څانګې مسوول جنرال فيل جونس د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لندن له نړيوال كنفرانس نه وروسته نړيوالو سوله ساتوځواكونو عادي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د بېر ته راګرځولو لپاره له افغان حكومت سره ګډې هڅې پيل كړي، خو ده ټينګار وكړ چې دا يوه افغاني پروسه ده او د افغانانو له خوا پرمخ وړل كيږي:
"دا ټول يوافغاني پروګرام دى چې په امنيتي چاروكې د ولسمشركرزي د سلاكار ښاغلي ستانكزي له خوا يې مشري كيږي.
دا پروګرام د ولسواليو او كليو په سطح عملي كيږي.
پوهيږو چې د افغانستان ستونزې يوازې له پوځي لارو نه شې هوارېدی بلكې په دې برخه كې د سياسي هلوځلوكول هم ډيره مرسته كوي."
د افغانستان حكومت وايي، چې تېره مياشت په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې له جوړېدونه وروسته د سولې د ټينګښت او عادي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د راګرځولو لپاره هڅې چټكې شوي دي.
دغه راز بريتانوي جنرال فيل جونس هم وايي، چې دې پروسې ته وسله والو مخالفينو هم ليوالتيا ښودلې او په ځينو ولايتونو لكه هلمند، ارزګان او هرات كې يوشمير مخالفې وسله والې ډلې له تاوتريخوالي هم لاس پرسر او دې پروسه سره يوځاى شوي دي.
ده څرګنده كړه چې د ادغام مجدد پروګرام په چوكاټ كې هڅه كيږي چې د افغانستان په بيلابيلو برخو كې د خلكو ستونزو حل او كاري اسانتياوې ورته برابرې شي.
په عين حال كې په كابل كې د ايساف ځواكونو وياند جنرال جوزوف بلاتزله دې پروګرام څخه ملاتړ وكړ او ويې ويل چې د مالي لګښتونو په اړه به يې د كابل په نړيوال كنفرانس كې بحث وشي:
"آیساف او نړيوالې ټولنې د روان كال د جنورۍ په مياشت كې د لندن په كنفرانس كې د افغان حكومت له دې پروګرام څخه خپل ملاتړ څرګند كړ او تمه كيږي چې د كابل په نړيوال كنفرانس كې چې د سرطان ياچنګاښ په وروستيو كې به په كابل كې جوړ شي يوځل بيا د دې پروسې د مالي لګښتونو په اړه هم نړيوال خبرې وكړي."
په افغانستان كې عادي ژوند ته د وسله والو مخالفينو د را ګرځولو په اړه په داسې حال كې خبرې كيږي چې په دې وروستيو كې د ولسمشر كرزي او د طالبانو د يوې ډلې د مشرسراج الدين حقاني د ليدنې راپورونه هم خپاره شول خو د افغانستان حكومت دا راپورونه رد كړي دي.
بل لور ټاكل شوې ده په افغانستان كې د سولې اوثبات د ټينګښت په هدف ډېر ژر د سولې عالي شوراهم جوړه شي.