په جلال اباد ښار کې درېيمه چاودنه

په دغه ځاى کې په تېرو څلورو ورځو کې دادرېيمه چاودنه ده، مخکنيو دوه چاودنو دوه بابه کېسټ پلورنځي او يو باب ايسکريم خانه الوزولې وه.

د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: په دغه پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي او د پېښې په اړه تر اوسه څوک نه دي نيول شوي؛ خو پلټنه روانه ده.

د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر بازمحمد شېرزاد بيا په ياده پېښه کې د اتو تنو ټپيانو پخلى کوي، چې په وينا يې د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک او د څلورو تنو نورو ډېر بد نه دى.

د جلال اباد ښار د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار ازادي راډيو ته وويل، چې په چاودنه کې اصلاً دوه تنه ټپيان شوي او دا چې عامې روغتيا ته اته تنه ور وړل شوي دا هغه شپږ تنه دي، چې بهسودو پله ته څېرمه په دوه رينجر موټرو کې ټپيان شوي؛ خو د عامې روغتيا سرچينې وايي، ورغلي ټپيان ټول ملکي خلک دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ديادې جاودنې پړه پر غاړه اخلي.

ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په مرکز کې د ناامنۍ پېښې ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي او ميشت وګړي يې اندېښمن کړي دي.

محمد داود وفا