هیلري کلنټن، منځني اسیا او قفقاز ته په سفر ځي

د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هلیري کلنټن منځنۍ اسیا او قفقاز ته په سفر ځې. هغه به لومړي اوکراین ته لاړه شي، چې هلته به له ولسمشر ویکتور ینکوویچ او نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکوپه اړه خبری وکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کیف کې د خبرو د اجندا په سر کې به د دې هیواد په لوړه سطحه د غنی شویو یورانیمو له مینځه وړل شامل وي، چې د روان کال په سر کې یې په واشنګټن کې د اټومي مصونیت په سرمشریزه کې اعلان کړی و.

میرمن کلنټن به د خپل پینځه ورځني سفر په لړ کې پولند، ازربایجان، ارمنستان او ګرجستان ته هم لاړه شي.