په ایران کې ۲ تنو زندانیانو ته د مرګ سزا واورو شوه

له ایرانه راپورنه وايي، چې یوې نظامي محکمې دوو تنو ته په زندان کې د لږ تر لږه د حکومت ضد درې مظاهرو کونکو د وژلو له امله د مرګ سزا اورولې ده.

د ایران دولتي خبرې اژانس ایرنا د یادې شوې محکمې په حواله ویلي، چې دې دوو کسانو ته د قصاص یا مرګ سزا اورول شوې ده.

نهه تنه بیا په بند او دورو وهلو محکوم شوی او یو تن بري شوی دی. د تیر مارچ میاشتي په پیل کې د ایران قضایي چارواکو وویل، چې یوولس پولیس او یو ملکي سړي تیر دوبی د کهریزک په زندان کې پر وژنو تورن شوی دی.