د امریکا مشرانو جرګې پرون په یوه خوله جنرال ډیویډ پټرویس په افغاننستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه تایید کړ.
جنرال پټرویس د جنرال سټیلي مککرېستل ځای نیسي چې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما دی پرامریکایي چارواکو د انتقادونو په خاطر له کاره لیرې کړ.
پټرویس چې مخکې یې په عراق کې د امریکا جګړه رهبري کړې د سنا له تصویبیدو مخکې په استماعیه غونډه کې زیاته خوشبیني ونه ښوده، چی دی به وکولای شي په افغانستان کې د نهې کلنې جګړې مسیر ډېرژر بدل کړي.
پټرویس داهم وویل، چې دی به پرهغو مقرراتو له سره کتنه وکړي چې په دې هېواد کې د ملکی تلفاتود زیاتیدو له امله پرې انتقادونه کیږي.
د امریکا مشرانو جرګې په ۹۹ مثبتو رایوپیټرایوس تایید کړ. ده ته هیڅ سناتور منفي رایه ورنه کړه.
د امریکا د سنا له تصویبه سمدستي وروسته ولسمشربارک اوباما په یوه اعلامیه کې وویل، چې د سنا عاجل اقدام او د جنرال پټرویس بې سارې تجربه به دا ډاډ حاصل کړي، چې د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي بریالۍ شي.
د بریتانیا دفاع وزیر لیام فاکس له واشنګټنه د کتنې په مهال پټرویس یو بې ساری مشر وباله خوپه افغانستان کې یې د ایتلافي ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو خبرداری ورکړ.