ولسمشر کرزي پنځو تنو وزیرانو ته په ارګ کې لوړه ورکړه

د افغانستان د كابينې پنځه نويو غړو چې د دوشنبې په ورځ يې له ولسي جرګې نه د باور رايه واخستله، نن د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې د لوړې مراسم پر ځاى كړل.

د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند احمد ضيا سيامك هروي ازادي راډيو ته وويل، چې د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، د فوايدعامې وزير عبدالقدوس حميدي، د كډوالو چارو وزير جماهير انوري او د سرحدونو قبايلو چارو وزير اسدالله خالد ته جمهور رييس لوړه وركړه.

جمهور رييس حامد كرزي د ولسي جرګې له خوا دوه رد شوي كانديد وزيران محمد داود علي نجفي او سرور دانش، چې د ترانسپورټ او د لوړوزده كړو وزارتونو ته پپشنهاد شوي و، د همدغو وزارتونو سرپرستان وټاكل.