چارواکي وايي د قرغزستان د موقت حکومت مشره روزا اوتنبايوا به د شنبې په ورځ د ولسمشرې په توګه د لوړې مراسم پرځاى کړي.
دا مراسم وروسته تر هغه جوړېږي، چې د انتخاباتو کميسيون اعلان کړه چې د ټولنپوښتنې يا ريفرنډم په جريان کې اکثرو راى ورکوونکو د اساسي قانون پر بدلولو رايې ورکړې دي.
د جون د ٢٧مې په دې تولپوښتنه کې، اکثرو راى ورکوونکو اساسي قانون تصويب کړ چې د ولسمشر واک راکموي او په بدل کې د پارلمان واک زياتوي.
په دې توګه په منځنۍ اسيا کې قرغزستان لومړنى هېواد دى چې د پارلماني جمهوريت نظام به لري.
د دې تر څنګ د پارلماني انتخاباتو شرايط برابرېږي چې د چارواکو په وينا د اکتوبر پر لسمه به ترسره شي، په نتيجه کې به په دې هېواد کې يو دايمي حکومت واکمن شي.
د قرغزستان موقت حکومت وروسته تر هغه واک ته ورسېد، چې تر خونړيو اعتراضونو وروسته پخوانى ولسمشر کرمان بېګ باقييف له دندې ليرې شو.
اوتانبايوا به تر ٢٠١١م کاله پورې په واک کې وي.