امريکا: د روسي جاسوسانو نيونه له روسيې سره زموږ اړيکې نه خرابوي

روسيه او امريکا دواړه وايي په امريکا کې د نيول شويو مشکوکو روسي جاسوسانو د نيول کېدو پر ستونزې ولاړې شوې اندېښنې کموي.

نن د روسيې يوه خبري اژانس د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، ويلي، د نيول شويو جاسوسانو نيونه به د روسيې او امريکا د اړيکو پراختيا زيانمنه نه کړي.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس پرون ورته پيغام درلود:

”زه فکر نه کوم چې دا به له روسيې سره زموږ اړيکې زيانمنې کړي. موږ په تېر يونيم کال کې زيات پرمختګ درلود، چې د سټارټ تړون په برخه کې پر دوه اړخيزو اندېښنو کار کوو، دغه راز پر ځينو نورو مسايلو هم زموږ ګډ کار روان دى، لکه د ملګرو ملتونو له خوا د شمالي کوريا او ايران په وړاندې نوې معامله. زه فکر کوم چې دغه مسئله به زموږ اړيکې زيانمنې کړي“

د امريکا د تحقيقاتو فډرالي ادارې يا FBI د دوشنبې په ورځ د دغو لسو کسانو نيول اعلان کړل. روسيې ته د جاسوسۍ په تور يوولسم تن په قبرس کې ونيول شو.

دغه يوولس کسان په دې تورن دي چې ځانونه يې د عادي خلکو غوندې جوړ کړي وو او کوښښ يې کاوه د امريکا د سياست جوړونې په کړيو کې نفوذ پيدا کړي.