د فريډوم هاوس ډله په امريکا کې مېشته ده، چې په ٢٩ پخوانيو کمونيستي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ د وروسته والي او پرمختګ، دغه راز په ملي او سيمه ييزه کچه په حکومتونو کې پر اداري فساد، مدني ټولنو، مطبوعاتو، د انتخاباتو پر جريان، قضايي سيسټم او نورو خپلواکيو څارنه کوي.
د دې ډلې د کلني راپور له مخې، وروستي لس کلونه د ډيموکراتيکو ازاديو د نزول کلونه وو، په خاص ډول د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې.
د فريډم هاوس ډله وايي، سره له دې چې د برلين دېوال له نړېدو دوې لسيزې اوښتي، خو بيا هم د پخواني شوروي اتحاد په ځينو جمهوريتونو کې خلک د مستبدو رژيمونو تر ولکې لاندې ژوند کوي.
د تېر ميلادي کال په جولاى کې دوه اذرباييجاني ويبلاګران امين ملي او عدنان حاجي زاده په يوه هوټل کې وډبول شول، وروسته د بدمعاشۍ په جرم بنديان شول.
دوى په خپلو ويبلاګونو يا شخصي انټرنټي پاڼو کې د اذرباييجان پر ولسمشر الهام علييف انتقاد کړى و.
په تېرو لسو کلونو کې له اذرباييجانه تر کشينيف او مسکوه پورې، دې ته ورته نورې پېښې وشوې.
د فريډم هاوس د کلني راپور له مخې چې ”تر ګوزارونو لاندې ملتونو“ نوم ورکړل شوى، د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې ٨٠ فيصده خلک چې شمېر يې ٢٢٠ مليونه کسانو ته رسېږي، د مستبدو يا جابرو رژيمونو تر ولکې لاندې ژوند کوي.
په دغو هېوادونو کې روسيه داسې هېواد ګڼل شوى، چې ډيموکراسي په کې زياته کمرنګه شوې ده.
د دې تحقيقاتې ډلې مسوول کريسټوفر واکر په دې اړه وايي:
”په هغو لسو کلونو کې چې په دې راپور کې ورته کتنه شوې، کولاى شو دغه لسيزه د پوتين او مدوېدېف لسيزه وګڼو، په څرګنده ډيموکراتيک نهادونه چې د شفافيت او ځواب ورکولو څارنه کوي، زيات زيانمن شوي دي.
دغه مساله د اقتصادي ودې په جريان او په روسيه کې د بحران په دوره کې هم پېښه شوې، ګواښل، د فشار مشترک ډولونه او نورې طريقې د دغو مهمو نهادونو کار و.“
ځينې څېړونکي د دغه وروسته والي علت د روسيې د حزب له خوا د قدرت بشپړه قبضه او د اپوزيون غلي کول ګڼي.
په راپور کې ويل شوي، چې قزاقستان له ٢٠٠٠م کال راهيسې داسې ډېر کم څه لرل چې په دې هېواد کې د ډيموکراسۍ پرمختګ وښيي.
د اذرباييجان وضعيت د قزاقستان له وضعيت سره ورته ګڼل شوى، راپور وايي، قرغزستان هم تر دغو هېوادونو ښه وضعيت نه لري.
کريسټورفر واکر وايي، اوکراين بيا د ډيموکراسۍ په برخه کې ښه پرمختګ درلود.
د فريډم هاوس د وروستي راپور پر اساس، له بالتيک هېوادونو پرته، ګرجستان يوازېنى هېواد دى چې هلته مسبتد او نيمه مستبد رژيم واکمن نه دى.
د واکر په باور، د بالکان هېوادونو په دې برخه کې د پرمختګ ګام اخيستى، چې د دوى په وړاندې ځينې ازموينې شته. بوسنيا هغه هېواد ګڼل شوى، چې افراطي ملتپالنه په کې په پراخېدو ده.