په جنوبي افریقا کې د فوټبال د نړیوال جام په لوبو کې پرون پاراګوای جاپان ته ماتې ورکړه او هسپانیا پرتګال ته.
د پرتګال او جاپان لوبه په ټاکلي وخت کې صفر د صفر په مقابل کې مساوي شوه، بیا دېرش دقیقې اضافي وخت ورکړل شو په هغه کې هم ګول ونه شو، نو خبره پنالټي ته ورسېده چې له پنځو شوټونو څخه پاراګوای پنځه واړه ګول کړل او جاپان درې ګوله وکړل. له دې سره د اسیا وروستی ټیم هم د فوټبال له نړیوال جام څخه وايستل شو.
هسپانیا بیا په یوه ګول پرتګال ته ماتې ورکړه.
نن او سبا به لوبې نه وي د جمعې په ورځ به د افغانستان پر وخت د مازدیګر پر شپږ نیمې بجې هالنډ له برازیل سره لوبه وکړي او په جمعې د شپې پر یوولسو بجو د یوروګوای او غانا مسابقه ده.