د افغانستان د دفاع وزارت چارواكو، د وزارت په تشكيل كې د يولړ بدلونونو او نويو مقرريو اعلان وكړ.
همدارنګه د اوزارت وايي، چې په وروستيو څو كلونو كې د تروريزم پرضد ګډو هلو څلو كې، ترډېره حده د عملياتو رهبرى د افغان ځواكونو په غاړه وه.
په افغانستان كې د كابينې د يوشمير نويو غړو له انتخابېدو سره خوجت، د دفاع وزارت هم په تشكيل كې يولړبدلونونه او نوي مقررې اعلان كړې.
د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دا پوستونه چې نوې مقرري ورته شوي دي، له اهميته ډك دي:
"ښاغلى عنايت اله نظري د دفاع د وزارت لومړى مرستيال، ډګر جنرال شير محمد كريمي د وسله والو ځواكونو لوى درستيز او تورنجنرال مراد علي مراد د ملي اردو د ځمكنيو قواو قوماندان."
جنرال عظيمي د هېواد د پوځ د كميت او كيفيت په هكله وويل، چې په وروستيو اتو كلونو كې، دې پوځ د امريكا د متحدو ايالاتو په مرسته، د پام وړ پرمختګ كړى او دا وړتيا يې موندلى دی، چې په هېواد كې د سولې او ثبات د راوستلو او له تروريزم سره په مبارزه كې د ښو لاسته راوړنو خاوند شي.
جنرال عظيمي د افغانستان د بيارغاونې په هكله د امريكا د پلټنې د ادارې راپورهم سم ونه باله.
په راپور كې راغلي دي، چې افغان ځواكونه اوس هم د دې وړ نه دي، چې د تروريزم پر ضد مبارزه كې دې، پرته د بهرنيانو له مرستې ډاډه عمل وكړي، جنرال عظيمي په دى هكله وويل:
"دا راپور پرواقعيت ولاړنه دى. ځكه چې په دوه زره اتم كال د عملياتو څلورشپېته فيصده او دوه زره نهم كال كې اويا فيصده د عملياتو رهبري د افغان اردو په غاړه وه. سږكال له دې زيات پرمختګ شوى."
د افغانستان د پوځ شمير اوسمهال شاوخوا يولكو څلوردېرش زروته رسيدلی چې د هيوا د په هره سيمه كې د سولې د ټينګښت او له تروريزم سره په جګړه كې بوخت دي.
سره له دې چې د دفا ع وزارت چارواكي د پوځ د وړتيا خبرې كوي، خو خلك وايي، چې دې پو ځ اوس هم د دى توان نه دى موندلى، چې د هېواد پولې له تروريستانو او وسله والو مخالفينو څخه په امن كې وساتي.