د انتخاباتي شكايتونو كمسيون خپلو نویو کارکوونکو ته یو سمينار پرانیسی

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشر سید مراد شریفی

د انتخاباتي شكايتونو كمسيون د هيواد په كچه د خپلو چارو د ښه سمون لپاره په يو نوي اقدام كې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خپلو ولايتي چارواكو ته يو درې ورځنې سمينار پرانستی دی. په دې سمينار كې د انتخاباتي شكايتونو د كميسون ولايتي چارواكو ته د دوى د واك او چارو د پرمخ بيولو لپاره لازمې لارښونې په پام كې نيول شوي دي.
په داسې حال كې، چې د ولسي جرګې له دوه نيم زرو نه زيات كانديدان له تيرې يوې اوونۍ راهيسې په انتخاباتي سياليو بوخت دي، د انتخاباتي شكايتونو كمسيون هڅه كوي، چې خپل كاركوونكي له نويو قانوني بدلونونو او كړنلارو سره اشنا كړي.

دغه كمسيون د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خپلو ولايتي چارواكو ته، چې د كمسيون په وينا په سلو كې پنځه اتيا يې نوي ګمارل شوي يو درې ورځنې سمينار پرانستې او هڅه كوي دوى ته د انتخاباتو په قانون كې د رامنځ ته شويو بدلونونو په رڼا كې لازمې لارښوونې وركړي.

د دغه كمسيون مشر سيد مراد شريفي، چې د سمينار په څنډه كې يې له ازادي راډيو سره خبرې كولې وويل، دا سمينار ځكه ضروري دی، چې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون ولايتي چارواكي هم د مسايلو د څيړنې لپاره مركز ورته واك او صلاحيت لري.

كه څه هم ښاغلي شريفي د دغه كمسيون ولايتي چارواكي متخصص او كارپوه وبلل خو دا يې هم وويل، كه چېرې په ولايتونو كې د شويو اعتراضونو په اړه پريكړې قانع كوونكي نه وي، كانديدان كولی شي له مركز نه د استناف غوښتنه وكړي.

خو كه د وړتياو د لوړولو مساله يوې خوا ته كيښودلې شي، په ولايتونو كې د دغه كمسيون د كار په وړاندې د امنيت او امكاناتو د نشتوالې په څير ځينې نورې ستونزې هم پرتې دي.

په خوست كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون مشر شريف الله دا ستونزې داسې په ګوته كړې.

"د انخاباتو د شکایتونو کمیسیون ډېرې ستونزې لري، چې له ډلې یې زموږ د امنیت مساله ده، ځکه دلته پولیس ډېر کم دي. دویم مشکل زموږ د دفتر دی، چې د خوست ولایت له مرکز څه لرې دی، زموږ درېیم مشکل زموږ د ترانسپورت دی، چې موږ هېڅ موټر نه لرو او وروستی مشکل مو له انټرنیټ سره دی، د انټرنټ دستګاه یې موږ ته راکړې خو کار نه کوي."

خو د انتخاباتي شكايتونو كمسيون وايي، چې په دې سمينار كې به دوى خپلو ولايتي كاركوونكو ته د لازمو لارښوونو د وركولو ترڅنګ د دوى كاري ستونزې هم واوري او د هغو د حل لپاره به اقدام وكړي.

د انتخاباتو په قانون كې وروستي بدلونونو د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون په جوړښت كې هم مهم بدلونونه راوستلي.

مخكې د دې كمسيون په پنځو غړو كې درې يې بهرنيان او دوه يې افغانان وو، چې تر ډېره يې د كتونكو په وينا سمبوليك غړيتوب درلود او د دې كمسيون ټولې پريكړې به بهرنيانو كولې.

خو اوس نه يوازې د دې كمسيون مشري د افغانانو په لاس كې ده او اكثره غړي يې افغانان دي، بلكې د هغې بهرني غړي هم د افغان دولت په مشوره ټاكل شوي دي.

د انتخاباتي شكايتونو كمسيون دا هڅې په داسې حال كې پيل كړي، چې ملګرو ملتونو لا د مخه د كانديدانو د اسنادو د څيړنې په برخه كې د هغې د كار په څرنګوالي شك څرګند كړی.

دا چې دا كمسيون، چې اوس يې مشري د افغانانو په لاس كې ده، تر كومه به وكولی شي، چې انتخاباتي شكايتونه په سمه توګه وڅيړي، دا به د دې كمسيون د كار په وړاندې كيدونكي غبرګونونه روښانه كړي.