څو تنو وسلوالو مخالفينو د جلال اباد په هوايي ډګر چې بهرني ځواكونه په كې پراته دي، نن سهار له افغان او بهرنيو ځواكونو سره نښته وكړه.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور ازادي راډيو ته وويل، چې سهار شاوخوا اوه بجې يو تن حمله كوونكى هوايي ډګر ته ننوت او څو نورو يې د هوايي ډګر په جنوبي او شمالي څنډو كې له امنيتي ځواكونو سره نښته پيل كړه.
تراوسه پورې د پيښې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي وركړل شوي.
وسلوالو طالبانو د پيښې مسووليت پر غاړه اخيستى.
د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد له نامعلوم ځاى نه ازادي راډيو ته وويل، چې په حمله كې شپږو ځان وژونكو حمله كوونكې برخه اخيستې او يو شمير بهرنيو ځواكونو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
چارواكو د دوى ادعا رد كړې.