په فراه کې ۶ تنه وسله وال وژل او نیول شوي دي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په فراه ولايت كې د دولت د دوو وسلوالو مخالفينو د وژل كېدو او څلورو د نيول كېدو خبر وركوي.

د كورنيو چارو وزارت په خپره شوې، اعلاميه كې راغلي، چې دغه كسان د افغان او نړيوالو ځواكونو په ګډو عملياتو كې د فراه په پشت رود ولسوالى كې مړه او نيول شوي دي.

په اعلاميه كې همداراز راغلي، چې له نيول شويو څخه يوه اندازه وسله هم تر لاسه شوې ده.

دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.