الکو: د امریکا سفارت د افغانستان په عدلی چارو کې مداخله کوي

د افغانستان لوی څارنوال په کابل کې د امریکا د متحد ایالتونو سفیر تورن کړی دی، چې د افغانستان په عدلي چارو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان لوی څارنوال پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې کارل ایکنبیري د ده دفتر ته ورغلی او ورته ویلي یې دي، چې باید د یوه خصوصي بانک مرستیال رفیع اله عظیمي بندي کړي او د حج او اوقاف د پخوانی سرپرست وزیر صدیق چکري دوسیه جدي وڅیړي.

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو څرګنده کړه چې د امریکا د سفیر دا غوښته له ډیپلوماتیکو اصولو څخه یو مخ سرغړونه ده.

د افغانستان د حج او اوقافو پخوانی سرپرست وزیر صدیق چکري، چې اوس په بریتانیا کې دی په درغلۍ تورن شوی دی او د هغه د نیولو امر هم ورکړل شوی دی له صدیق چکري سره په دې اختلاس کې د خصوصي بانک مرستیال رفیع اله عظیمي هم تورن بلل شوی دی.