د کندهار ښار په دولسمه حوزه کې تیرماښام د ماین چاودنه شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ امر سمونوال فضل احمد شیرزاد ازادي راډیو ته وویل، چاودیدونکي مواد په یوه ډبه کې ځای پر ځای شوې وو او هغه په یوه بایسکل باندې تړل شوې وه.
د امنیت د امر په وینا چاودنه د پولیسو د تلاشۍ په ځای کې وشوه او چا ته یې د سر زیان نه دی رسیدلی. خو یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له ښوولو یې ډډه وکړه ازادي راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دي.
د میرویس روغتون چارواکي هم وایي، چې دوی ته د پېښې له ځایه د یوه پولیس مړی او د درملنې لپاره بل ټپي پولیس وروړل شوی دی.
تر اوسه د دې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
بل لور ته پرون مازدیګر د سړک د غاړې دو ماینونو اووه ملکیان ټپیان کړې دي. دا چاودنې د سپین بولدک او ارغستان ولسوالیو تر منځ د بالاژړې په سیمه کې شوې ده.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ایوبي ازادي راډیو ته وویل، لومړۍ چاودنه پر ټونس موټر او دوهمه پر یوه تراکتور شوې ده چې اووه تنه يې زخمیان کړې دي او د دوو تنو حالت نازک دی.