پښتني بانك د سيستم پر عصري كولو او وړتياوو لوړولو كار كوي

د پښتني بانک رييس ګل مقصود ثابت

د پښتني تجارتي بانك چارواكي وايي، د دغه بانك هغه پورونه چې په تيرو لسيزو كې يې خلكو ته وركړي وه او بېرته يې په اخيستلو نه وه توانيدلي، په وروستيو څلورو مياشتو كې يې په دې برخه كې پرمختګونه كړي دي. د دغه بانك رييس په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د بانكي سيسټم د عصري كولو لپاره يې هڅي روانې دي او په دې برخه كي لاسته راوړني هم لري.
په افغانستان كې د بانكونو د فعاليتونو د ډېريدو سره سم، د بانكي سيستمونو عصري كول او د كار كوونكو د وړتياوو لوړول اړين بلل كېږي.

د پښتني بانك چارواكي وايي، چې دوى په وروستيو كې د بانكدارۍ سيستم او د كار كوونكو د وړتياوو لوړولو ته ډېر پام كړى دى.

د پښتني بانك عمومي رييس ګل مقصود ثابت د دغه بانك د عصري كولو په اړه د سې شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډي ته وويل، چي په افغانستان كې خلكو ته د ښو خدماتو د وړاندې كولو لپاره دوى دوو برخو ته جدي پام كړى چې وكولاى شي خلكو ته په نوو معيارونو كار وكړي.

”په تيرو څلورو مياشتو كې تاسو وليدل موږ ډېر پرمختګونه وكړل، د بانكدارۍ په سيسټم او د وړتياوو په لوړولو كې، د بانك فزيكي شكل هم ښه شوى دى.

د CBS په نامه مو يو سيسټم هم رانيولى دى، چې هغه زموږ ټول سيستم كمپيوټري كوي، ويسټرين يونين راغلى او په ټولو برخو كي دلته كار شوى دى.“

په افغانستان كې شا او خوا 15 دولتي او شخصي بانكونه كار كوي، چې د مشتريانو په جلبولو كې له يو بل سره خورا ځانګړي سيالۍ كوي.

راپورونه وايي، چې دغو بانكونو د بيلابيلو حسابونو په پرانيستلو سره له خلكو څخه ميليونونه ډالره ټول كړي دي.

خو دولتي بانكونه لا اوس هم په دغه ډول سياليو كې پاته دي او په پخوانيو سيسټمونو خلكو ته كار كوي.

د پښتني تجارتي بانك رييس وايي، چي په تيرو لسيزو كې دغه بانك خلكو ته خورا ډېر پورونه وركړي او د وروستيو ناامنيو له امله دغه بانك نه دى توانيدلى چې خپل پورونه وكاږي خو دى وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو كې يې ځيني پرمختګونه كړي دي.

ښاغلى ثابت وايي، چي پښتني تجارتي بانك تېره ورځ نژدې نيم ميليون ډالره چې له تيرو 12 كلونو راپه دې خوا د طالبانو د حكومت له وخته د جرمني د هامبورګ په بانك كې پاته وه اخيستي دي.

د دغه بانك چارواكي په داسې وخت كې د پرمختګونو خبره كوي چې خلك اوس هم د شخصي بانكونو په پرتله پر دولتي بانكونو باور نه لري او وايي، چې د دولتي بانكونو سيسټم اوس هم زوړ دى نو ځكه دوى د پيسو ليږلو او ساتلو لپاره شخصي بانكونو ته ورځي.

راپور: معصوم ميوند