هیروي: په تور لېسټ کې د مخالفینو په اړه په معلوماتو راټولو كار روان دی

د ولسمشر کرزي ویاید سیامک هروي

په داسې حال كې، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوه كميټه په تورلسټ بيا كتنه پيل كړې افغان دولت د خپلو هغو مخالفينو په اړه معلومات راټولوي، چې غواړي نومونه يې له دغه لسټ څخه وويستلې شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دغه لسټ كې له ټولو څلور سوه اته اتيا كسانو له ډلې نه يو سل او اووه دېرش يې د افغان دولت وسلوال مخالفين او طالبان دي.

امنيت شورا، چې د دغه لسټ د څيړنې لپاره يې خپل ټاكلې وخت يوې بلې مياشتې ته غزولې ويلي، كه افغان دولت غواړي، چې د مخالفينو د نومونو د ويستلو په اړه يې غور وشي، نو ژر تر ژره دې د هغوې په اړه اضافي معلومات وړاندې كړي.

د ولسمشر كرزي يو وياند احمد ضيا سيامك وويل، چې دوى لا د مخه د خپلو هغو مخالفينو نومونه چې بايد له تورلسټ څخه وويستلې شي، د امنيت شورا ته سپارلې او د دوى په اړه د پاتو معلوماتو د راټولو كار روان دی.

خو ښاغلي سيامك، چې له ازادي راډيو سره يې په يوه ځانګړې مركه كې خبرې كولې د دې معلوماتو د سپارلو لپاره كومه ځانګړې نيټه و نښودله.

"موږ نشو كولی په دې برخه كې كوم ځانګړې ضرب العجل وټاكو، خو په پام كې ده، چې ډير ژر دا كار وشي، څو په افغانستان كې د سولې روان بهير، چې يوه برخه يې همدا له تورلسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو لرې كول دي لا ګړندۍ شي.

زه تاسو ته ويلې شم، چې دا كار د ولسمشر كرزي د كاري پروګرامونو په سر كې ځاى لري او ډېر ژر به دا لسټ د امنيت شورا ته وړاندې شي."

د امنيت شورا له تور لسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو ويستل په هېواد كې د سولې د روانو هڅو لپاره د يو اساسي شرط په توګه د سولې د ملي مشورتي جرګې له خوا يې سپارښتنه شوې.

تر دې مخكې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو پلاوی هم كابل ته راغلی و، څو په دې اړه له افغان مشرانو سره خبرې وكړي او د دې غوښتنې د عملي كولو په لارو چارو غور وكړي.

كه څه هم د سولې له ملي مشورتي جرګې وروسته په دې برخه كې د افغان دولت او امنيت شورا د پلاوي ترمنځ پراخې خبرې شوي، خو لا هم دا مساله روښانه شوې نه ده، چې له دې لسټ څخه د كومو كسانو نومونه ويستل كيږي.

ښاغلي سيامك هم په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه او ويويل، چې دا هر څه به د امنيت شورا له اعلان نه وروسته روښانه شي.

"زه نه شم كولې، چې د چا نوم واخلم، خو وروسته، چې دا لسټ د امنيت شورا له خوا اعلان شو نو بيا تاسو پوهيدلی شئ، چې په هغې كې كوم كسان شامل دي."

كه څه هم د امنيت شورا له تورلسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو ويستل يوه اساسي اړتيا بلل كيږي، خو له دې سره جوخت د بشر د حقوقو ځينې ادارې بيا دا غوښتنه هم كوي، چې دا هر څه بايد په افغانستان كې د جنګي جرايمو د پيښو په رڼا كې وشي.

دا، چې د امنيت شورا به تر كومه د افغان دولت له غوښتنې سره سم عمل وكړي او ايا د ټولو هغو كسانو نومونه به له دغه لسټ څخه وباسي، چې غوښتنه يې شوې.

دا هغه پوښتنې دي، چې اوس يې ځوابول ګران بريښي.