د نورستان په برګ مټال کې ۶ تنه طالبان وژل شوي

د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ كې، په جګړې كې ۶ طالبان وژل شوي دي.

د برګ مټال ولسوال مولوي اسماعيل وايي، چې دغه جګړه تېره شپه شوې او دوه پوليسان په كې ټپيان شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې په شپږو وژل شويو كې دوه پاكستاني طالبان هم شامل دي.

طالبانو په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې.

د يوه بل خبر له مخې د كونړ په مروره ولسوالى كې د ملي امنيت پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

د چارواكو په وينا په چاودنه كې د مرورې ولسوالۍ د امنيت مدير وژل شوى او درې تنه نور كاركوونكي يې ټپيان شوي دي.