ملګري ملتونه وايي، که چېرې د افغانستان حکومت دا غواړي چې د دوی ځانګړې کمېټه د دې سازمان له تور لست څخه د یو شمیر طالبانو نومونه لرې کړي، باید ډېر ژر دوی ته په دې اړه اضافي معلومات ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د اتریش سفیر چې پر طالبانو او د القاعده په غړو د بندیزونو د کمیټې مشر دې پرون ویلي چې، دې کمیټې تر اوسه له لست څخه له یو محدود شمیر کسانو پرته د طالبانو د نومونو د لرې کیدو په سر کار نه دې پیل کړې.
د ملګروملتونو په تور لست کې ټول څلور سوه اته اتیا نومونه شامل دي چې یو سلو اوه دیرش یې طالبان دي .