په عراق کې ترکي الوتکو د کردانو پټن ځایونه بمبارد کړل

ترکي جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د مشکوکو کردي یاغیانو پر پټو ځایونو بمبارد کړې دي.

دوی دا اقدام د ترکي یاغیانو د زیاتیدونکو حملو په ځواب کې کړې دې.

د کردستان د کارګرانو د ګوند ( پي. کې. کې. ) یوه ویاند او یوه سمیز چارواکي دواړو په اربیل کې د دې هوایي حملې تاید کړی دی. په حمله کې د تلفاتو دقیق ارقام لا نه دي خپاره شوي.

د پي. کې. کې وسله والو تیره اوونۍ د ترکیې په خاوره کې په حملو کې لږترلږه ۱۲ ترکي عسکر ووژل.

له هغه را وروسته دا د عراق په شمالي کرد میشتو سیمو کې پرله پسې هوايي حملې کړي دي.