ولسي جرګې ته له ۷ تنو نوماندو وزیرانو نه ۵ تنو د باور رایې ترلاسه کړې

د افغانستان د ولسې جرګې غړو د اوو پيشنهاد شويو وزيرانو څخه پنځو تنو ته د تاييد رايه وركړه او پاتې دوه نور يې په اكثريتو اراو سره رد كړل.

د كانديد وزيرانو له دغې ډلې څخه بسم الله محمدي د كورنيو چارو، انورالحق احدي د سوداګرۍ، عبدالقدوس حميدي د فوايد عامې، جماهر انوري د مهاجرينو او اسدالله خالد د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزيرانو په توګه بريالي شوي دي.

خو غلام سرور دانش، چې د لوړو زده كړو وزارت او داوود علي نجفي چې د ترانسپورت د وزارت لپاره پيشنهاد شوي وو د وكيلانو اعتماد راخپل نشو كړای او ناكام شول.

د رايه وركولو له بهير څخه مخكې دغو اوو وزيرانو خپل راتلونكي پلانونه ولسي جرګې ته تشريح كړل.

د افغانستان جمهور ريیس دغه اوه تنه كانديد وزيران د شنبې په ورځ معرفي كړي وو او تمه ده چې ښاغلي كرزی به پاتې نور كانديد وزيران هم ولسي جرګې ته ورمعرفي كړي.