په كابل كې د بېلابيلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده كړو د موسسو په سلګونو محصلانو د دوشنبې په ورځ د يولارېون په ترڅ كې په پوهنتونو، ښوونځيو او دولتي ادارو كې په تدريس او رسمياتو كې د هېواد په دواړو رسمي ژبو د يو شان حقونوغوښتنه وكړه.
په كابل كې د سلګونو محصلانو د لارېون دا غوښتنه وه، چې په پوهنتونو، ښوونځيو او دولتي ادارو كې دې په تدريس او رسمياتو كې د هېواد دواړو رسمي ژبو ته يوشان ځاى وركړل شي.
د دغو محصلانو په وينا په دولتي ادارو، ښوونځيو او په ځانګړي ډول په پوهنتونونو او د لوړو زده كړو په موسساتو كې دوى ته په مورنۍ ژبه د زده كړې اسانتياوې نه دي برابرې شوى.
لارېونو كوونكو د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت او ملي شورا د ودانېومخوته د شعارونو په وركولو سره په دې برخه كې د افغانستان د اساسي قانون د موادو د تطبيق غوښتنه كوله.
خو د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت چارواكي وايي، چې دغه ستونزې تر ډيره هوارې شوې دي.
لارېون كوونكو محصلانو د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ مخې ته په راټولېدلو سره د ملي شورا له غړوهم وغوښتل، چې په دې برخه جدي اقدام وكړي.
دا لومړى ځل نه دى، چې افغان محصلان له دې امله واټونو ته راوتلي او لارېون كوي بلكې تر دې پخوا هم د دغو محصلانو له خوا ورته غوښتنې شوې وې خو د دوى په وينا چارواكو پرې غوږ نه دى گرولى.
محصلين وايي، كه چېرې د دوي غوښتنې ونه منل شي نو دوى به خپلولارېونونو ته دوام وركړي.