ولسي جرګې پنځو وزيرانو ته د باور رايي وركړې

ولسي جرګې د ولسمشر كرزي له خوا د اوو تنو وړانديزشوو وزيرانو له ډلې څخه پنځو تنو ته يې د باور او دوو تنو ته يې د عدم اعتماد رايې وركړې. افغان حكومت ويلي، چې په نږدې راتلونكې كې به د كابينې پاتې غړي هم د رايي اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي كړي.
د افغانستان ولسي جرګې د كابينې پاتې غړوته د رايي وركولو په لړ كې د دوشنبې په ورځ پنځو تنو وړانديزشوو وزيرانو ته د باوراو دووتنو ته يې د عدم اعتماد راېې وركړې.

په بريالي شوو كې د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، د فوايد عامې وزيرعبدالقدوس حميدي، د كډوالو او راستنيدونكو چارو وزير جماهر انوري او د قومونو او قبايلو چارو وزيراسدالله خالد شامل دي.


خو د ترانسپورت او هوايي چلند او دغه رازد لوړو زده كړو وزارتونو ته كانديدان سروردانش او داوود علي نجفي ونه توانيد له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه كړي.

په ولسي جرګې كې د كابل ولايت استازې فاطمې نظري د ولسي جرګې غړي په قوم پرستۍ تورن كړل ځكه چې د دې په خبره دواړه ناكامه شوي كانديد وزيران هزاره قوم پورې مربوط دي:

"لعنت په هغو كسانو،چې د معاملې له مخې يي رايي وركړې، دغه راز لعنت دې وي په هغو وكيلانو چې په افغانستان كې د بحران زياتيدو ته يي رايي وركړې او يا هم د قوم پرستۍ له مخې رايي وركوي."

ان فاطمي نظري د رايي شمېرلو په مهال د يوه وكيل په لور د اوبو بوتل هم ګزاركړ، چې وروسته د اداري پلاوي په غوښتنه د امنيتي ځواكونو له خوا له تالارڅخه وايستل شوه.

تراوسه پورې په درېو پړاونو كې د كابينې اتلس تنو وزيرانو له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه كړي خو د ولسي جرګې غړوغوښتنه وكړه چې ولسمشر كرزى بايد د كابينې پاتې اوه تنه غړي هم ډير ژر د رايې اخستلو لپاره دې جرګې ته معرفي كړي.

دوى ټينګار كوي ترڅو چې د كابينې پاتې غړو ته رايې ورنه كړي نو د اوړي په رخصتيو به ولاړ نه شي.

په ولسي جرګې كې د غزني استازي محمد داوود سلطانزوى د معاملې او ځينو نورو مسايلو پراساس كانديدو وزيرانو ته د رايې وركولو په اړه داسې نظر وړاندې كړ:

"زه نه غواړم چې په چا تور ولګوم"

د ولسي جرګې غړي هڅه كوي، چې د حكومت پاتې غړو ته په چټكۍ رايي وركړې ځكه چې د همدې او ځينو نورو مسايلو پر سر له څه مودې راهيسې د حكومت او ولسي جرګې تر منځ ناندرۍ روانې وې، ان ولسي جرګې د څه مودې لپاره چوپ يا د كار نه كولو اعتصاب هم وكړ.

بل لورته ويل كيږي، چې د ولسي جرګې په سلو كې پنځه نوي غړو د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته بيا ځانونه كانديد كړي او هڅه كوي چې كانديد وزيرانو ته ژر رايي وركړي او خپلو انتخاباتي كمپاينونو ته ولاړ شي.

لا تر اوسه نه ده معلومه چې د كابينې پاتې اوه تنه غړي به څه وخت ولسي جرګې ته د باور رايي د ترلاسه كولو لپاره معرفي شي خو حكومتي چارواكي وايي، چې ولسمشر كرزى به د كابينې پاتې غړي ډير ژر ولسي جرګې ته معرفي كړي.