د امريكا متحدو ايالاتوپه كابل كې د حرارتي برېښنا د توليد يوه فابريكه د افغانستان د اوبواو برېښنا وزارت ته د تحفى په توګه وركړه.
دا فابريكه د امريكا د متحدو ايالاتو په مالي او تخنيكي مرسته د كابل د تره خيلو په سيمه كې جوړه شوې ده، په كابل كې د امريكا سفير وويل، دوى به له افغانستان په دې برخه كې نورې مرستې هم وكړي.
سره له دې چې د كابل په ښار كې د برېښنا له پلوه د خلكو ستونزه تر ډيره حده اواره شوى ده، خو بيا هم په اضطراري حالاتو كې د برېښنا د نشتوالي د مخنيوي لپاره د احتياطي برېښنا د شبكو جوړولوته هڅې زياتې شوي دي.
د دې هڅوپه لړ كې د كابل ولايت د تره خيلوپه سيمه كې د امريكا د متحدو ايالاتو له خوا د حرارتي برېښنا يوه مجهزه فابريكه د يكشنبې په ورځ په كابل كې د امريكا د سفير جنرال ايكن بيري له خوا د افغانستان د اوبواو برېښنا وزارت ته د سوغات په توګه وركړل شوه.
په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه كې جنرال ايكن بيري وويل، چې د افغانستان د صنعت اواقتصاد د پراختيا لپاره ترڅه مهمه "برېښنا" ده او د امريكا متحد ايالات ژمن دي، چې سره بيره پر دې مرستې د برېښنا د شبكو په جوړولوكې له افغانستان سره نورې مرستې هم وكړې:
"له افغانستان سره زموږ ژمنه پخه ده، غواړو چې د سولې ثبات په راوستلو اود برېښنا د شبكو په جوړولو كې ورسره مرستې وكړو.
كه څه هم دښمن كوښښ كوي، چې د دې لارې خڼد شي، خو موږ به ورته اجازه ورنه كړو."
د تره خيلو د حرارتي برېښنا د توليد فابريكه د امريكا د متحدوايالاتو د كابو درې سوه ميليونو امريكايي ډالرو په مالي او تخنيكي مرسته په څه باندې دوو كلونوكې بشپړه اوافغان چارواكو ته وسپارل شوه.
ايكن بيري وويل، موږ غواړي چې د درونټې او كجكي د برېښنا د توليد د بندونو په بيا رغاونه كې هم مرستې وكړي او د دې ترڅنګ د دې هېواد كليواوبانډو ته د برېښنا د رسولو پروژو ته هم پلانونه ترتيب كړي.
د افغانستان د اوبواو برېښنا سرپرست وزيرمحمد اسمعيل خان له ايكن بيري څخه په مننې، هيله وښوده چې امريكا دې له دوي سره په دې برخه كې نورې مرستې هم وكړې:
"موږد اقتصادي پراختيا پرلاره نوي ګامونه اخيستى هره ورځ صنعتي پاركونه، فابريكې اوصنعتي ښارګوټي جوړيږي چې ډيرې برېښنا ته ضرورت لري.
موږ سره-يو،اس،اى، ډي، شمالي، جنوبي او جنوب غربي حوزوته د برېښنا د رسولو په برخه كې د مرستو ژمنې كړې دي هيله ده په دې هكله هڅې زياتې كړي ترڅو د هېواد ډيرو سيمو ته برېښنا ورسيږي."
مسئولينو وويل: د تره خيلو د برېښنا د توليد فابريكه كولاى شي، چې د برېښنا د نشتوالي په وخت كې، شپږ لكه خلكو ته برېښنا ورسوي.
د اوبواو برېښنا وزارت وايي، چې د كابل ښاردوه سوه ميګا واټو برېښنا ته ضرورت لري حال دا چې اوس مهال دوى شپږسوه ميګا واټه برېښنا لري.
خوخلك وايي، اوس هم د كابل ښار په يو شمېرناحيواو نږدې سيموكې د برېښنا كموالى شته او په ځينو ځايونو كې ورڅخه ناوړه ګټه هم اخيستل كيږي.
په دې هكله د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د برېښنا له پلوه ډيره ستونزه نه لري، خو د برېښنا رسولو د وسايلو لپاره هڅې پيل كړي دي او د نيمګړتيا به هم د پروګرام سره سمه پوره كړي.
راپور:خان محمد سيند