د كونړ په مرورې ولسوالۍ كې نښته

د كونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ كې له نن سهار نه د افغان او بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په ختيځو ولايتونو كې د ايساف ځواكونو مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې نښتو كې تر اوسه دوه بهرني او يو د ملي اردوعسكر وژل شوى او شپږ بهرني او درې افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

په خبر كې ويل شوي، چې په سيمه كې د افغان او بهرنيو ځواكونو ګډ پوځي عمليات روان دي او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا تر اوسه دقيق معلومات نشته.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كړې، چې په دې نښته كې له لسونه زيات افغان او بهرنيوعسكرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو افغان او بهرني ځواكونه دا ادعا ردوي.