په بلخ كې د ېوې كوريايي كمپنۍ ۴ تنه كار كوونكي تښتول شوي

په بلخ ولايت كې سيمه ايزو چارواكو تاييد كړه، چې وسله والو كسانو نن د سړك جوړونې د يوې كوريايي كمپنۍ څلورتنه كاركوونكي تښتولي دي.

د بلخ د امنيي قومندانۍ وياند شيرجان دراني ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا پېښه د شولګر او زارع ولسواليو ترمنځ سيمه كې شوې ده.

لا تراوسه نه ده معلومه چې دا كسان به كومې ډلې تښتولي وي خو پوليس وايي چې په دې اړه يې جدې هڅې پيل كړي دي.

له بلخ ولايت څخه په يو بل خبر كې ويل شوي چې د نهر شاهي ولسوالۍ د پوهنې مدير چې اتلس ورځې مخكې تښتول شوى وو، مړى يې امنيتي ځواكونو ته په لاس ورغلى دى.