نن په قرغزستان كې د اساسي قانون پرسرټولپوښتنه پيل شوه

نن په قرغزستان کې د نوي اساسي قانون پر سر ټولپوښتنه يا ريفرنډم پيل شوه.

دا په اپرېل کې د پخواني ولسمشر کرمان بېګ باقييف ترليرې کولو وروسته، د قرغزستان لپاره د موقت حکومت د نوي پلان يوه برخه ده.

وړانديز شوى اساسي قانون به تر ډېره د ولسمشر واک کموي او په منځنۍ اسيا کې به د لومړي ځل لپاره پارلماني جمهوريت رامنځته کوي.

د قرغزستان د موقت حکومت مشرې روزا اوتنبايوا به ښايي اوش ښار ته لاړه شي، چې په دې وروستيو کې د قومي شخړو په نتيجه کې زياتې وينې په کې وبهېدې، نوموړې به په دې ټولپوښتنه کې خپله رايه ورکړي.

د بشر حقوقو ځينو ډلو د قرغزستان په جنوبي سيمو کې د روانې مياشتې خونړېو قومي شخړو ته په اشارې، دغو رايه اچونو ته اندېښنه ښوولې، چې ښايي هغه پخواني خطرونه بيا سر راپورته کړي.