د کندز په عملیاتو کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي

په كندز كې ځايي چارواكي وايي، چې نن سهار يې په دې ولايت كې د يو قومندان په ګډون د دولت اته وسلوال مخالفين وژلي دي.

د كندز د امنيې قومندان محمد رزاق يعقوبي د ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا وسلوال د افغان او امريكايي ځواكونو په ګډو عملياتو كې، چې د كندز ښار په شمال لويديځ كې ترسره شوي وژل شوي دي.

په داسې حال كې، چې د كندز امنيتي چارواكي ادعا كوي، چې په دې عملياتو كې عامه خلكو ته كوم زيان نه دی اوښتې خو د دغه ولايت روغتيايي چارواكي بيا وايي، چې په دې عملياتو كې درې عامه كسان وژل شوي دي.

د دولت وسلوالو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې.