د شنبې په شپه تقريبالس بجې د جلال اباد په منځ ښار کې تالاشۍ چوک تر څېرمه، يوه کېسټ پلورنځي ته بم ايښودل شوى و، چې په الوتو يې دکېسټو د دوکان ترڅنګ يو بل دوکان هم ويجاړ شو.
دغه راز د پېښې ځاى ته نژدې د عزيزي بانک ښيښې هم ماتې شوي دي، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وويل: په پېښه کې ځاني زيان؛ ځکه نه دى رامنځته شوى، چې دا مهال په دغه ځاى کې ګڼه ګوڼه نه وه.
د کسټو د پلورنځي خاوند صفي الله وويل: ٦ سوه زره افغانۍ تاوان ورواوښت او په دوکان کې يې هېڅ هم روغ نه دي پاتې. د يو بل زيانمن شوي دوکان خاوند هم وويل، چې تر ٣ سوه زره افغانيو پورې تاوان ورسېدلى. چارواکي وايي، پلټنې کوي؛ خو لايې په تور څوک نه دي نيولي.
د ننګرهار د والي وياند ديوه بل خبر له مخې وويل: د شنبې په ورځ سهار اووه نيمې بجې د تورخم جلال اباد په لويه لار د ناټو ځواکونو د اکمالاتو په کتار کې يو د تېلو ټانکر موټر په بم الوزول شوى.
وياند وويل: د تېلو ټانکر پوره سوزېدلى، خو ځاني زيان يې نه دى اړولى. ده وويل دا بم ښايي تر ډيورنډ کرښې پورې غاړه په کوم تم ځاى کې په دغه موټر پورې نښلول شوى و.
د وسله والو طالبانو سرچينو ازادۍ راډيو ته د دواړو پېښو په اړه کوم رسمي خبر نه دى ورکړى.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې نا امنۍ ډېرې شوي او د سيمې خلک يې له اندېښنو سره مخ کړي دي.
محمدداود وفا