امریکا غواړي په تاجکستان کې د پوځ د روزنې تاسیسات جوړ کړي

د امریکا متحده ایالات وایي، په تاجکستان کې د سېمه ایزو ځواکونو د روزنې تاسیسات جوړوي. په دوشنبې کې د امریکا سفیر کین ګروس د جمعې په ورځ وویل، په دي تاسیساتو به شاوخوا یو میلیون ډالر ولګول شي.

ده وویل، د دې تاسیساتو چارې به د تاجکستان د ملي ګارډ له خوا پر مخ وړل کیږي او هېڅ امریکایي عسکر به په کې دېره نه وي.

د امریکا سفیر وویل، دې تاسیساتو ته به د روزنې د چارو لپاره امریکایي پوځیان د مرستې په مقصد راوړل کیږي.

ټاکل شوې چې دا روزنیز مرکز په ۲۰۱۱ کال کې فعال شي خو د تاجکستان له حکومت سره تر اوسه په دې اړه کوم تړون نه دی برابر شوی.