د انګلستان صدراعظم ډېوېډ کامرون وایي، د پنځو کلونو په مودې کې به له افغانستان څخه انګلیسي عسکر ووځي.
کامرون په کاناډا کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په څنګ کې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې انګلیس عسکر به د راتلونکو پارلماني انتخاباتو تر وخته چې په ۲۰۱۵ کال کې کیږي، وطن ته راستانه وي، وویل، زه غواړم چې داسې وشي، په دې کې باید اشتباه ونه کړو.
د انګلستان د صدراعظم له څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د اسټرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارډ ویلي وو، د امریکا جمهور رییس بارک اوباما ته یې په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځي ماموریت د ژمنو ډاډ ورکړ.
داسې اوازې هم خپرې شوې چې اسټرالیا ممکن په افغانستان کې خپل دېره ۱۵۵۰ تنه عسکر له وخته مخکې وباسي او دا ځکه چې د افغانستان له جګړې څخه د آسترالیا د خلکو ملاتړ کم شوی دی.