انګلستان:په پنځوكلونو كې به خپل سرتېري له افغانستانه وباسو

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون د جمعې په ورځ وویل، دی غواړي د پنځو کلونو په مودې کې له افغانستان څخه انګلیس عسکر وباسي. ده یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو لیوالتیا په ډاګه کړه.
د انګلستان صدراعظم ښاغلي کامرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې دېره لس زره انګلیس عسکر به په انګلستان کې د راتلونکو انتخاباتو تر وخته چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره کیږي، وطن ته راستانه شي؟ وویل، زه دا غواړم ، په دې کې باید هیڅ تېروتنه ونه شي.

د انګلستان صدراعظم د کاناډا په هنتزویل ښارګوټې کې د اتو سترو صنعتي هېوادونودغونډې په څنګ کې د انګلستان له سکاى تلویزیون سره مرکې کې وویل، نهه کاله کیږي چې موږ په افغانستان کې یو، نه شو کولاى چې نور پنځه کلونه دې هم په دې هېواد کې پاتې شو.

د شنبې په ورځ به د اتو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په څنګ
د انګلستان صدراعظم د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري او تمه ده چې په افغانستان کې پرمختګ به یي د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

په اتو سترو صنعتي هېوادونو کې فرانسه، جرمني، روسیه، ایټالیا، جاپان، انګلستان، کاناډا او د امریکا متحده ایالات شامل دي.

دې ډلې ته د چین، هند او برازیل په ګډون د ودې په حال کې ستر صنعتي هېوادونه هم شامل شوي او د G-20 یا شلو سترو صنعتي هېوادونو په نامه یادیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره د ۲۰۱۱ کال د جولاى میاشت په ګوته کړې ده خوانګلستان په دې اړه تردې دمخه کومه نېټه نه وه ټاکلې.

د کامرون له څرګندونو وروسته د ده د فتر یوه چارواکي وویل، د صدراعظم مقصد له افغانستان څخه د انګلیسي عسکرود ایستلو کومه مشخصه نېټه نه وه. ده وویل، د انګلستان په پالیسۍ کې به کوم بدلون رانه شي.

د انګلستان د صدراعظم هدف دادی چې موجوده سترانتیژي باید کار ورکړي.

د انګلستان صدراعظم دا هم وویل، هېواد یي باید د افغانستان د ملي پوځ او حکومتي کارکوونکو د روزنې په ګډون له افغانستان سره د اوږدې مودې اړیکې ولري.

ډیویډ کامورن زیاته کړه، راتلونکی اوړی به په افغانستان کې سخت وي او دا ځکه چې انګلیسي عسکر له امریکایي ځواکونو سره د هلمند ولایت په عملیاتو کې ښکیل دي.

ده وویل، دا مهال په افغانستان کې داسې برخې هم شته چې افغانان یي په خپله چارې پر مخ وړي، دا کار وطن ته زموږ د عسکرو د ستنېدو لپاره په زړه پورې حالت دی.