د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر امیرالبحر مایک میولن وایي ، په افغانستان کي د پوځي قومندې د بدلون په اړه د جمهور رییس بارک اوباما د پریکړې ملاتړ کوي .
مولن وایي، سختې شیبې به په مخکي وې خو دده په فکر د جمهور رییس بارک اوباما د جګړې ستراتیژي سمه پرمخ روانه ده.
په عین حال کي، د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس ویلي، متحده ایالات د افغانستان د جګړې هلو ځلو ته ژمن دي او په قومندې کی دا بدلون باید د امریکا د دریځ نرمښت ونه ګنل شي.
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما په افغانستان کی د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سټینلې مککریستال په ځاي جنرال ډیویډ پیتریوس چی د عراق د جګړې تجربه هم لري، ټاکلی دی.
جنرال مککریستال له یوې امریکایي مجلې سره مرکې کې د امریکا د حکومت جګ پوړې مشران سپک کړي وو او د چار شنبې په ورځ یی استعفی وکړه.
جمهور رییس اوباما د مککریسټال د استعفی د منلو په مهال ویلي چی دغه جنرال خراب قضاوت کړی.
په کابل کی د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکنبري وایي، له جنرال پیتریوس سره به په متحد ډول کار وکړي.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي ویلي، د جنرال پیتریوس په ټاکنې کی د جمهور رییس اوباما د پریکړې درناوی کوي.