ګورجستان د ستالین مجسمه لرې کړه

د ګورجستان چارواکو د پخواني شوروی اتحاد د یکتارو جوزیف ستالین ستره مجسمه د هغه د پلرني ټاټوبې ګوري ښار له مرکزي برخې څخه لرې کړه.
د شپږو میترو دا جګه مجسمه د نیمې شپي په مهال لرې شوه او پولیسو خبریالانو ته د تصویر او فلم اخیستنې اجازه ورنه کړه.

له پولیسو سره په اخ و ډب کې یو شمېر خبریالان وهل شوي دي.

سېمه اېز چارواکی وایي، د ستالین دا مجسمه به په یوه سېمه ایز موزیم کې وساتله شي او په ځاي یې په ۲۰۰۸ کال کې د ګورجستان او روسیې تر منځ جګړې کې د ګورجي قربانیانو څلي درول شوي دي.