عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره -دوهمه برخه

د پښتنو ګاندي خان عبدالغفار خان

خان عبدالفغارخان چې د پاچاخان او فخرافغان لقبونه یې هم ګټلي دي د ګاندي نژدې ملګری او د عدم تشدد په مبارزه کې دهغه په څنګ کې ولاړ و. پاچاخان د پښتنو مشر و او په بره او کوزه پښتونخوا کې یې د پښتنو په یووالي کې ډېر زیات نفوذ لاره. ده به په خپلو ویناوو کې پښتانه یووالي ته رابلل او تل یې سپارښتنه کوله چې په خپلو کې له جګړې او نفاق څخه لاس واخلي:

))تاسو که فکر وکړئ، نن وګورئ مسلمانانو ته! اسلام خو مینه ده، محبت دی، ورورولي ده، قامولي ده، آبادي ده. زموږ څه حال دی؟ تاسو اول دې خپلو د افغانستان وروڼو ته وګورئ، جنګ د چا دی، جنګ د روس او د امریکې جنګ دی، مرو پکې موږ پښتانه. یوخوا هم پښتون، بل خوا هم پښتون.))

له نن څخه اتیا کاله مخکې د خان عبدالغفارخان په مشرۍ د بې وسلې پوځ زرګونه غړي په پېښورکې راټول شول او د برتانوي استعمار پرضد یې لاریون وکړ. برتانوي پوځیانو پردې غونډه ډزې وکړې خو امن خوښوونکو پښتنو د ډزو باران ته خپلې سینې ونیوې، او په دې ډول پاچاخان له ګاندي او د عدم تشدد د فلسفې له اصولو سره خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړه. دا د خان عبدالغفارخان، په مشرۍ د عدم تشدد د پوځ د فعالیت پیل و.

پاچاخان څه ځانګړتیا درلوده چې لسګونه زره کسانو ملګرتیا ورسره کوله او خلک له هېڅ تمې پرته ورسره همکار وو؟
د انګلستان په برمنګم ښار کې مېشت اکرام الله پښتونیار، چې د پاچا-خان د ژوند او مبارزې او د خدايي خدمتګارو د غورځنګ په اړه یې څېړنې کړې دي په دې اړه وايي:

((پاچاخان په هغه وخت کې یو لک وشل زره کسان پرته له دې چې د تنخواه غوښتنه وکړي، د خدايي خدمتګارو په غورځنګ کې سره را غونډ کړي وو. تاسو یې تصور هم نشئ کولای چې ته به چاته تنخواه نه ورکوې خو سړی به راځي ډوډۍ به خپله خوري، اوبه به خپلې څښي، خو منډې ترړې به له تاسره سره وهي.))

له ١٨٩٠ کال څخه تر ١٩٨٧م کاله چې د باچاخان د ژوند کلونه دي په افغانستان، سيمه او نړى کې مهم سياسى، ټولنیز او سیاسی حوادث پېښ شول. د مثال په ډول په ١٩١٤م کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه، په ١٩١٩ کې افغانانو له برتانوي استعمار څخه خپلواکي واخیسته، په ١٩٤٠ کې دوهمه نړيواله جګړه پيل شوه، په ١٩٤٧ کې د هند استقلال تر لاسه شو او په همدى کال پاکستان جوړ شو.

د لومړۍ نړيوالې جګړې د پیل پرمهال چې د باچاخان د ځوانۍ دوره وه هند او د پښتنو د استوګنې ډيرى سيمې د انګريزانو تر مستقيمې واکمنۍ لاندې وې. دا وخت هم په افغانستان او هم په هندوستان کې د آزادۍ لپاره مبارزه روانه وه. پاچاخان په هند او پښتونخوا کې په دغو مبارزو کې چې اصلي محور یې د عدم تشدد فلسفه وه، فعاله ونډه درلودله، خو دې مبارزو او جګړو واحده مشرتابه نه لرله.

د دې آزادي بخښوونکو مبارزو او د هغو د نيمګرتياوو په اړه خان عبدالغفار خان په خپلو لیکنو کې داسې يادونه کړې ده: په دې دوران کې به کله نا کله د پرنګيانو او آزادو قبايلو ترمينځ جګړې کېدې خو ټول قبايل په يوه سلا او یوه خوله نه وو، نو ځکه انګرېزانو ته څه نقصان نه رسيده. چې مومندو به حمله وکړه وزير، مسود او اپريدي به کرار ناست و، او که به د اپريدو او انګريزانو جګړه وه، مومند، وزير او مسود به نه وو خبر، هر يو به ويل چې دا د هغه جنګ دى، موږ يې څه کوو. پاچاخان وايي، په کار و، چې ټول قبايل په يوه غورځنګ کې راټول شوي واى، ښه روزل شوي او ټول يوځل راپورته شوي واى.

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته و چې د برتانیې او نورو اروپايي استعماري هيوادو په مستعمرو کې د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګونه پيل شول، په دى لړ کې په افغانستان کې هم د آزادۍ غوښتنې نهضت پیل شو او په ١٩١٩ کال کې افغانانو د اميرامان الله خان په مشرۍ له انګريزانو څخه خپله خپلواکي واخیسته.
د هندوستان د ازادۍ د غورځنګ مشر ګاندي مجسمه


دا وخت پاچاخان افغانستان ته سفرونه پیل کړل څو خلکو ته د مینې او یووالي پیغام ورکړي.

هندی لیکوال او ژورنالیست انندسهای چې د افغانانو تاریخ، او د څو وروستیو لسیزو ژوند یې له نژدې څارلی او د افغانستان په اړه کتاب یې په نژدې راتلونکي کې خپرېږي له ګاندي سره د پاچاخان د هڅو او د عدم تشدد د فلسفې د پراختیا لپاره د ده د فعالیتونو په اړه وايي:

((ګاندي یو بېساری شخصیت و چې په زمانو کې یوځل راځي. ګاندي یو ډېر پراخ نفوذ درلود، خو دقیقاً ګاندي ته ورته د ده معاصر، خو تر هغه یوڅه ځوان یو ډېر لوی او ستر پښتون انسان و چې پاچاخان یا عبدالغفارخان نومېده. ده ته په خپله ګاندي د سرحد د ګاندي لقب ورکړی و. پاچاخان هغه پښتون و، چې کلی په کلي، کور په کور وګرزېد او پښتانه یې پوه کړل چې بایدخپلې وسلې لیرې وغورځوي. ده همدراز ننني افغانستان ته سفرونه وکړل او هلته یې د سولې لپاره خپل ستر پیغام ورساوه او دا پیغام خلکو ته په زړه پورې و. ده له مینې پرته له خلکو بل هېڅ نه غوښتل.))

د افغانستان له خپلواکېدو سره سم او وروسته له دې چې د نړۍ هېوادونو یې استقلال په رسميت و پيژند، خان عبدالغفارخان افغانستان ته ولاړ او هلته یې له غازي امان الله خان او نورو دولتى مشرانو سره وکتل.
پاچاخان د دې ليدنو- کتنو او د هغو د نتايجو په اړه ليکي:

((په کابل کې زموږ تعلقات له نادرخان او د ده له کورنۍ سره ډير ښه وو. دى پخپله د دفاع، او ورور يې سردارعبدالعزيزخان د پوهنې وزير و. څو ورځى پس زه نادرخان ته ورغلم ورته ومې ویل، زما اراده ده چې د باجوړ آزادو قبايلو ته ولاړ شم، هلته د تعليم کار پیل کړم او د پښتنو د بچو د روزنې لپاره قومي مدرسې جوړې کړم، ستاسلا او مشوره څه ده؟ هغه زما دا خبره خوښه کړه او دا خبره يې راسره ومنله. زه له خپلو ملګرو سره له کابل نه جلال آباد ته ولاړم، هلته مې له هاشم خان سره هم سلامشوره وکړه، هغه هم زما له دى کار سره په ډيره خوښۍ موافقه وکړه، باجوړ ته يې زمونږ د تګ انتظام وکړ او يو آس يې هم راکړ.))

له دى سفر او کتنو وروسته پاچاخان پريکړه وکړه چې د آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره ضروري ده چې د پښتنو په ټولو سیمو کې خلک له سواد څخه برخمن شى. پاچاخان په دې نظر و چې د تشدد د مخنیوي یوه اغېزمنه لاره تعلیم دی. همدا و چې پاچاخان د پښتنو په بېلابېلو سيمو کې د ښونځيو او مدرسو په جوړولو پيل وکړ. ده په دى برخه ډير زیار وایست او ډېر کړاوونه یې وګالل، خو په پاى کې يې ډير برياليتوبونه هم تر لاسه کړل.

په ډيره لږه موده کې ددى مدرسو او ښوونځیو د جوړولو مثبتى پايلې څرګندې شوې او فارغان یې ستر سياسى او فرهنګى شخصيتونه شول. لوى عالم او اديب ماسټرعبدالکريم، خان عبدالولى خان چې وروسته بیا د نشنل عوامي پارټۍ مشر شو، د پښتو سترشاعر، اديب، فيلسوف او سياستوال غني خان او ګڼ شمېر نور نامتو شخصیتونه له همدې ښوونځیو او مدرسو څخه فارغ شول.

د دې ترڅنګ پاچاخان له تشدد نه د پښتنو د لیرې کولو، د ناوړه دودونو او رواجونو د اصلاح او په قومونو کې د قامولۍ د مينى او محبت د پيدا کولو په مقصد د انجمن اصلاح الافاغنه په نامه ټولنه جوړه کړه. دی کلی په کلي، کور په کور او سیمه په سیمه ګرزېده، د سوله ییز مقاومت د اهمیت په اړه یې له خلکو سره خبرې کولې او خلک یې زده کړې او تعلیم ته هڅول. اکرام الله پښتونیار یوځل بیا:

((پاچاخان کې دا صفت و چې مثلاً د نن ورځې مشران او لیډران ستا کروندې ته نه راځي، بلکې تا خپلې حجرې ته وربولي څو خبرې در سره وکړي. خو پاچاخان څوک خپلې یا د کوم خان او ملک حجرې ته نه وربلل. مثلاً تا به په خپله ځمکه کې کار کاوه، دی به ستا کروندې ته راته او خبرې به یې درسره کولې.))

همدا خبره له خپلواکۍ وروسته د هند لومړني صدراعظم جواهرلعل نهرو هم د پاچاخان په اړه کوله. ده ویل، پاچاخان کلي په کلي ګرزېده او د سرخپوشانو دټولي د غړو لپاره يې د تکيې ځای برابراوه.

ددې سفرونو په لړکې خان عبدالغفارخان دپاکستان له جوړېدو مخکې او وروسته افغانستان ته هم سفرونه وکړل. حقیقت دا و چې افغانستان ده خپل لومړی کور باله او په کابل کې هم حکومتونو د ده ډېر عزت کاوه خو دی د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې د سختو جګړو او تشدد شاهد و. پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته دې جګړو زور واخیست، خو دا داسې وخت و چې پاچاخان یا د پاکستان په زندانونو کې او یایې د ناروغۍ په بستر کې وخت تېراوه او د عدم تشدد د فلسفې د پراخولو لپاره د ده هڅو په افغاني ټولنه کې هسې چې تمه کېده نتیجه ورنکړه. دا ولې؟

قدرمنو اورېدونکو د عدم تشدد په اړه د ځانګړو راپورونو د دې لړۍ په بله برخه کې چې د راتلونکې پنجشنبې ورځې د دوو بجو او د جمعې د ورځې د اتو بجو په پروګرامونو کې خپرېږي د پاچاخان په اړه نورې خبرې هم لرو.
تر هغه وخته چې بیا زه احمدتکل ستاسو خدمت ته حاضرېږم، تاسو په لوی خدای چې سوله یې ښېګڼه بللې ده، سپارم.