اوباما، له افغانستانه د پوځیانو د وتلو ستراتیژي نه بدلوو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امریکا ولسمشر دا غوښتنه رد کړه چې د افغانستان د جګړې ستراتیژي بدله کړي او په دوه زره یولسم کال کې له دغه هیواده د خپلو پوځیانو له وتلو لاس واخلي. ګارډین ورځپاڼه د بارک اوباما په وینا څرګندوي چې نه به یو دم راروان کال امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي او نه به هم له دې پریکړې سرغړونه وکړو.
د جمهوري غوښتونکو مشرانو او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینري کسینجر له بارک اوباما غوښتې دي چې د عسکرو د وتلو د پیلیدو لپاره پر ټاکلې نیټې ټینګار ونه کړي، ځکه چې دا کار پر هغو هڅو اغیز کوي چې طالبان ماتوي.

د دیموکرات ګوند غړي وایي که چیرته یودم د پوځیانو وتل له افغانستانه پیل شي په جګړې کې به بریالي نه شو.

اما د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي چې دی به د هغه مهال ویش تطبیق کړي چې تیرکال پرې سلا وشوه او پریکړه وشوه چې راروان اوړی به له افغانستانه د پوځیانو وتل پیل شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې له ولسشمر دیمیتري میدفیدیف سره په خبرې کنفرانس کې وویل، موږ دا نه و ویلې چې د دوه زره یولسم کال په جولای کې به یو دم خپل پوځیان باسو او هلته به له دې نیټې وروسته زموږ او زموږ د متحدو هیوادونو عسکر نه وي. موږ ویلې دي چې په تدریجي ډول به ورو ورو مسوولیت د افغانستان حکومت ته سپارو او خپل عسکر به له دغه هیواده باسو.

بارک اوباما زیاته کړه چې د ستراتیژۍ یوه برخه دا ده چې د روان میلادي کال په پای کې به ستراتیژۍ ته کتنه کوو. د دسمبر په میاشت کې به چې کله اضافي پوځیان ځای پرځای شوې وي له هغه وروسته به موږ ستراتیژۍ ته بیا کتنه کوو او خپل قضاوت به کوو، چې ستراتیژي کار کوي؟ یوه برخه یې موثره ده؟

د جمهوري غوښتونکو سناتور لینډسي ګراهام چې د بارک اوباما د دې پریکړې سخت ملاتړی دی چې جنرال مککرسټل یې له کاره لرې کړ، وایي، د دوه زره یولسم کال د جولای په میاشت کې ټاکلې نېټه زموږ د جګړې پر هڅو منفي اغیز کوي، زموږ د دښمنانو روحیه غښتلې کوي او زموږ د ملګرو ذهن مغشوشوي، د دې لپاره پکار ده چې پر دې پریکړې له سره غور وکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کسنجر بیا په واشنګتن پوسټ ورځپاڼې کې په یوې مقالې کې ولیکل چې دا یوه تیروتنه ده چې د خپلو عسکرو د وتلو لپاره معینه نیټه ټاکو. د دې پرځای باید دا ووایو چې له راتلونکي اوړي ورو ورو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارو.

د دیموکرات ګوند سناتور کارل لیفني چې په کانګرس کې د پوځي کمیټې مشري کوي وایي، که چیرته ژر تر ژره مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي د بریالیتوب چانس ډیریږي، افغانان به ویني چې د بهرنیو پرځای له طالبانو سره د دوی خپل پوځ جګړه کوي، نو پر هغو به اعتماد ډیر وکړي.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا اوس چې جنرال پیټرویس د مککرسټل پر ځای ټاکل شوی دی په افغانستان کې د یو شمیر کسانو په نظر داسې ښکارې چې په ستراتیژي کې هم ښایي بدلون راشي.