ایکنبیري: د مککرېسټل ګوښه کېدل به د امریکا په سترایژۍ ناوړه اغیز ونه کړي

په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري

په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير وايي، چې د ناټو او بهرنيو ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال مككرېسټل ګوښه كېدل به په افغانستان كې دامريكا پر ستراتيژى ناوړه اغيزه ونه كړي. په كابل كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير جنرال كارل ايكن بيري د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، په افغانستان كې د بهرنيو پوځى ځواكونو ماموريت د لا ګټورتیا لپاره سپينى ماڼى د ناټو په مشرتابه کې بدلون راوست.
په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو دعمومي قوماندان جنرال مككرېسټل د ګوښه كېدو په هكله د روانو بحثونو په لړ كې په كابل كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفارت وايي، چې دا بدلون به د سيمي لپاره د امريكا په ستراتيژۍ كې هيڅ ډول بدلون رانه ولي.

په كابل كې دامريكا سفير جنرال ايكنبېري، د پنجشنبى په ورځ يوې خبري غونډې ته د هغو انتفادونو په هكله، چې جنرال مككرېسټل په يوې امريكايي مجله كې پرده كړې و، وويل چې د نظراختلافات په عمومي ستراتيژۍ كې د اختلاف مانا نه لري

"ما او مككرېسټل د افغانستان لپاره په يوه ګډ پوځى او ملكي ټيم كې كار كولو، په يقين سره، چې د تړلو دروازو ترشا په بحثونو كې اختلافاتو وي.

خو كله دروازى بېرته شي، عمومي تصاميم يوشان وي."

په افغانستان كې د ناټو ګوښه شوي عمومي قوماندان جنرال مككرېسټل، په دې وروستيو كې، له يوې امريكايي مجلې سره د ده په څرګندونو كې د امريكا د متحدو ايالاتو پرمرستيال جوبايډن، افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا پراستازي ريچارډ هولبروك او په كابل كې د امريكا پرسفير كارل ايكن بيري، يولړ انتقادونه كړي وو، چې د سپيناوى لپاره سپينې ماڼي وروغوښت او په پاى كې يې د جمهوررييس اوباما له خوا استعفى ومنل شوه.

ايكن بيري په افغانستان كې د جنرال مككرېسټل هلې څلې وستايلي او ويې ويل، چى د ناټو نوى عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پترویس د افغانستان او سيمې له وضيعيت سره پوره بلدتيالري او كولى شي، چې په سيمه كې د امريكا ستراتيژۍ په ښه توګه پلي كړي.

"زه پوهيږم چې د امريكا د ستراتيژۍ په هكله په له افغانانو سره یو لړ انديښنې راولاړى شوي وي، خو په ډاډ سره ويلى شم جنرال پټرویس د امريكا د ستراتيژۍ په پلي كيدو عمده برخه اخلي، ده د دى ستراتيژۍ په جوړولو او د پلي كېدو په لار كې ډېره مرسته كړې ده."

ځنيي كارپوهان وايي، چې كيدای شي، دغه بدلون، د كندهار په ولايت كې پر پوځي عملياتو اغيزه وكړي او د عملياتو په بهير كې به د ملكيانو په وژلو كې يوځل بيا زياتوالى رامينځته كړي.

خو امريكايي چارواكي ډاډ څرګندوي، چې د ناټو نوى رهبري به رواني چارو په پوره دقت سره پرمخ بوزي.