په پاکستان کې يوې محکمې پنځه امريکايي اتباع د تروريستي بريدونو په تور په لس لس کاله بند محکوم کړل.
دغه پنځه تنه چې مسلمانان دي په ډسمبر مياشت د پاکستان په سرګوده سيمه کې ونيول شول. له مارچ راهيسې د سوګوده په يوه محکمه کې د تړلو دروازو تر شاه د دوى محاکمه روانه وه.
ويلي کېږي په دغو پنځو کسانو کې دوه په خټه پاکستانيان دي.
څارنوالانو دوى په پاکستان کې د تروريستي بريدونو په طرحې تورن کړي او ويلي يې دي دغو کسانو غوښتل دپاکستان په متحدو هېوادونو، له دې جملې په افغانستان کې هم ځينې بريدونه تنظيم کړي.
دغو پنځو تورنو کسانو دغه تورونه رد کړي، ويلي يې دي، دوى پاکستان ته د يو چا د کتلو لپاره تللي وو او غوښتل يې له دې طريقه افغانستان ته لاړ شي او هلته بشري کارونه وکړي.